احمد مسعود

د WMMAF فري فايټ او کوه دامن ورزشي کميټې لخوا په جوړو سوو سياليو کې د مرکز کابل په ګډون 22 ولايتونو برخه اخيستې وه چي هلمند پکښي اول مقام ترلاسه کړ.

د جنوب لویديځ زون خڅه نقیب الله محمدي،ميرويس محمدي،جانان محمدي د اغا ولي محمدي تر روزني لاندي د لومړی ځل لپاره دهلمند ولايت د فري فايټ لوبډله د لوبو لپاره تيره ورځ مرکز کابل ته په سفر تللي وه.

په يادو سياليو کې دوه چلنجي کمربندونه، بیلا بیل مډالونه او کپونه سيالۍ ته ايښودل سوي وه چي فري فايټ او چلنجي برخو کې هلمند کمربند او کپونه ترلاسه کړل.

هلمند لپاره په فري فايټ برخه کې دافغانستان په سطحه نقيب الله محمدي کمربند وګټی.او يو کمربند د هرات ولايت لوبغاړي ترلاسه کړ.

هلمند ولايت لپاره دافغانستان په سطحه دوه نور د چلينج سياليو د اتلولۍ کپونه ميرويس محمدي په 55 کيلوګرام وزن او جانان محمدي په 60 کيلو ګرام وزن سره ترلاسه کړه.

د هلمند ولايت د فري فايټ او چلینج برخی لوبغاړي به د يوه کمربند او دوه کپونو سره راتلونکي پنجشنبه هلمند ته راشي