احمد مسعود

د‌ اسيا د فوټبال جام سياليو په لوبه کي عربستان نن شپه د شمالي کوریا سره د لوبي لپاره ميدان ته راکښته شو چي لوبه يې 0-4 د شمالي کوریا څخه وګټله.

عربستان د اوله څخه لوبه په پوره جوش سره شروع کړه او شمالي کوريا بيا د خپل ګول څخه په دفاع شروع کړه چي بريالی نه وه.

د لوبي په 28 دقيقه کې د عربستان لپاره لومړي ګول هتان باهبري، دوهم ګول په 37 دقيقه کې محمد آل فتيل ووهي.

د لوبي د اولي نيمايي څو دقيقې لا پاتې وي چي دشمالي کوريا لوبغاړي د خطا په کولو د لوبڅار لخوا په سور کارت سره د لوبي بهر کړل سو.

دوهمه نيمايي شمالي کوریا په لسو لوبغاړو سره راپيل کړه، عربستان بيا د نورو ګولونو په تکل سره را پيل کړه چي بریالئ هم وه په 70يمه دقيقه کې د عربستان لپاره سالم الدوسري دريمه ګول، فهد المولد په 87 دقيقه څلورمه ګول وهنه وکړه او عربستان دغه لوبه 0-4 په پوره وخت کې پخپله ګټه پاي ته ورسوله.

عربستان به خپله راتلونکې لوبه د جنورۍ په 17 دسیاسي سيال قطر سره ترسره کړي چي دا به د آسيا فوټبال جام تر ټولو د خوند او جوش درلودونکو لوبو څخه وي.