رحمت الله وحدت

***

ویل کیږي چې افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړی او پخوانی لوبغاړی اسدالله خان دیوه ایمیل په لیږلو سره د غوراوي کمیټې له دندی لری کړی دی.
کرکټ بورډ ددی پریکړی لامل او اسدالله خان د بلی دندی په اړه څه نه دی ویلی، خو ویل کیږي چی اسدالله خان به په دغه اداره کی په یوه بله دنده وټاکل شي.
دیادونې وړ ده چې اسدالله خان کرکټ ملي لوبډلی له پاره د لوبیدو ترڅنګ مسلکي روزونکی هم دی او له کرکټ ملي لوبډلې سره یی د ویډیو انلیست دنده هم ترسره کړی ده.
افغان کرکټ بورډ بیا د شوې پریکړی په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي او دا هم روښانه نه ده چې د دولت احمدزي په مشرۍ او د پاچا حسین ترڅنګ به ددی کمیټې دریم غړی څوک شي؟