د ټاټنهام روزونکی مورینیو: داسې احساس مې کاوه چې په دې فصل کې به دنده له لاسه ورکړم
محمود خان منندوی
د ټاټنهام د روزونکي په توګه د مورینیو د لومړۍ کنفرانس مهم نقاط: زه به ستاسو پلار، ملګری، ستاسو ملګرې او هر څه چې تاسو وغواړئ هغه به شم.
* ما داسي احساس کاوه، چې زه به د فصل په منځ کې دنده ترلاسه کوم. زه پوهیدم چې په داسې وخت کې به زه د روزونکي دنده ترلاسه کوم، چې لومړۍ لوبې ته به مې یوه یا دوې ورځې پاته وي.
* زه پوچټینو ته په ټاټنهام کې د هغه د ښه کار کولو په خاطر مبارکي وایم. هغه به بیا خوشحاله شي او هغه به بیا روزونکی شي. هغه چې هر وخت وغواړي راتلای شي او د دې کلب دروازې د هغه پر مخ همیشه خلاصې دي.
* په تېرو 11 میاشتو کې ما د چمتوالي په اړه فکر کاوه، زه پوهیږم چې ما د روزونکي په حیث خپل د فوټبال په دوران کې غلطي کړې ده او نه غواړم بیا هغه شي غلطي وکړم. زه غواړم نوې غلطي وکړم.
* زه نویو لوبغاړو ته ضرورت نه لرم او د دغه لوبغاړو سره خوشحاله یم او د دوی سره اوسیدو ته ډېر وخت ته ضرورت لرم. زه د دوی پر وړاندې د لوبیدو راهیسې دوی ښه پیژنم، خو تاسو به هغوی په کافي اندازه هیڅکله ونه پیژنئ.
* پوښتنه ځیني وشوه، چې تا څلور کاله مخکې ویلي و، چې زه به هیڅکله د ټاتنهام روزونکی شم، څه پيښ شول چې فکر مو بدل سو؟ مورینیو وویل، چې هغه مخکې له دې چې زه اخراج شم، کړې مې وه.
* موږ دا فصل غوره لیګ نه شو ګټلای. راتلونکی فصل هم نه شم ویلای، چې موږ دې یې وګټو، خو موږ کولاي شو وې ګټو.