ټیټي: میسي په بشري چوکات کې لوبیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د برازیل روزونکی ټیټي: ایا میسي تر پیلي غوره دی؟ پیلي یو داسي لوبغاړی دی، چې صفت یي نه شي کیدلی. هر څوک چې پیلي د بل لوبغاړي سره پرتله کوي، نو سخته غلطي یي کړې ده.

 میسي یو غیري عادي لوبغاړی دی او هغه په بشري چوکاټ کې لوبیږي، خو پیلي د بلي سیارې څخه و او هغه په بشري چوکاټ کې نه لوبید.

 دا په دې خاطر نه وایم، چې زه برازیلی یم. هر څه چې د پیلي په اړه ووایم، کفایت نه کوي؛ ځکه هغه استثنایي شخصیت لري.

په ټاتنهام کې پوچټینو خپل وروستۍ پیغام د دې کلب لوبغاړو ته پر تخته داسي لیکلی دی:  ستاسو له ټولو څخه مننه. موږ یو بل ته مخه ښه نه شو ویلای… تاسو به همیشه زموږ په زړونو کې یاست.

او د ESPN سایټ د فوټبال په برخه کې د 2019 کال 100 غوره لوبغاړي + روزونکي اعلان کړل:

 ګول ساتوونکي: دوهمه برخه

 مقام – نوم – هیواد – کلب – عمر

  1. آلیسون بیکر- برازیل/ لیورپول: 27

  1. یان اوبلاک- سلوانیا/ اټلاټیکو ماډریډ: 26

  1. مارک انډري ټراشټگن – جرمني/ بارسلونا: 27

  1. ایډرسون – برازیل/ منچسټر سيټي: 26

  1. مانویل نویر- جرمني/ بایرن میونیک: 33

  1. وویژک شزنی – پولنډ / یوونټوس: 29

  1. کپا آریزابلاگا – هسپانیا / چیلسي: 25

  1. هوگو لوریس – فرانسه / ټاټنهام: 33

  1. ډاویډ ډخیا- هسپانیا / منچسټر یونایټیډ: 29

  1. آنډري اونانا – کامرون / ایاکس: