د ایمرجنګ جام اتلولي پاکستان له بنګله دېش وګټله

د اېمرجنگ اسیا جام پایلوبه د پاکستان او بنگله‌دېش ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې پاکستان وتوانید د بنگله‌دېش لوبډلې ته په ۷۷ منډو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وگټي.

د لوبې پچه بنگله‌دېش وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېل نذیر پیاوړې توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۳۰۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۱۱۱ توپونو د دولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۱۳، عمران رفیق په ۸۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۲ او سعود شکیل په ۴۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. بنگله‌دېش لپاره سومن خان ۳، حسن محمود ۲ او مهدي حسن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش ۴۳٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې او دغې لوبې کې يي د ۷۷ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

بنگله‌دېش لپاره عفیف حسین په ۵۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹، نجم الحسین په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۶ او مهدي حسن په ۴۵ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره محمد حسنین ۳، خوشدل شاه او سیف بدر دوه دوه او سمین گل، احمد بټ او عمر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان ایمرجنګ لوبډله د اسيايي لوبډلو په جام کې تر لوبېدو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د يادولو ده چې د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام چې په بنګله دېش کې ترسره شو، افغانستان پکې ۴ لوبې ترسره کړې، چې دوه لوبو کې يې بريا خپله کړه. افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په نيمه پايلوبه کې له بنګله دېش لوبډلې ماته وخوړه.