نړیوال ۲۰ اووریز جام؛ پاکستان بنګله دېش مات کړ

د کرکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ دويم پړاو دويمې سيالۍ کې نن پاکستان بنگله ديش ته په ٥٥ منډو ماتې ورکړه. پاکستان پچه وگټله او پخپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان پيل په پرتله ايزه ډول ښه و، کله چې يې لومړنى لوبغاړى وسوځېدى، د احمد شهزاد او محمد حفيظ ترمنځ ښه ملگرتيا وشوه او په شريکه يې ١٢١ رنزونو ته د پاکستان منډې ورسولې.

شهزاد د ٥٢ او حفيظ د ٦٤ رنزونو جوړلو وروسته وسوځېد.

له ډېره وخت وروسته د پاکستان د لوبډلې کپتان شاهد افريدي نن ښه لوبه وکړه. ده په ١٩ توپونو ٤٩ رنزونه جوړ کړل. په دې ډول پاکستان بنگله دېش ته د ٢٠٢ رنزونو هدف وټاکلو. د بنگله دېش لوبه له پيله ښه نه وه او په لومړي اور کې يې لومړنى لوبغاړى وسوځېد.

که څه هم د بنگله دېش بېلابېلو لوبغاړي څو څلوريزې او شپږيزې ترلاسه کړې، خو لوبه له پيله د پاکستان په گټه يو اړخيزه وه.

په دې توگه بنگله دېش د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠ اورونو کې يواځې ١٤٠ رنزونه جوړ کړل، او په دې ډول پاکستان دا سيالي په ٥٥ رنزونو وگټله.

شاهد افريدى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *