پاکستان درېمه ټست لوبه هم وبایلله

عکس: د پاکستان د ټیم روزونکی مشتاق احمد –

تاند- د انګلیستان د کرکټ ټیم له پاکستانه درېمه ټست مسابقه په ډېر توپیر یعني ۱۴۱ منډو وګټله.

په لومړۍ ورځ انګلیستان ۲۹۷ منډې وکړې، پاکستان یې په مقابل کې ۴۰۰ منډې وکړې چې خورا ډېرې وې. انګلیستان د پاکستان د ۴۰۰ منډو په وړاندې په دوهم ایننګر کې ۴۴۵ منډې وکړې خو پاکستان له لومړي ایننګر په شان لوبه ونه کړای شوه او ټول لوبغاړی یې په ۲۰۱ منډو وسوځېدل.

UK, england teamپه پاکستاني لوبغاړو کې یوازې سمیع اسلم زیاتې منډې یعني ۷۰ وکړې، نور په لږ منډو وسوځېدل.

ټاکل شوې چې پاکستان او انګلیستان یوه بله تست لوبه هم وکړي. څلورمه که پاکستان وګټله نو دا لړۍ به مساوي کړي ځکه چې په تېرو ۳ سیالیو کې ۲ انګلیستان او یوه پاکستان ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *