انګلیستان په ۳۳۰ منډو پاکستان مات کړ

تاند- د انګلیستان د کرکټ ملي ټیم پاکستان ته په دوهمه څلور ورځینۍ سیالۍ یا ټیست میچ کې په ۳۳۰ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هیوادونو لوبډلې ۴ مسابقې وکړي. اوس دواړه ټیمونه مساوي دي، لومړۍ سیالي پاکستان ګټلې وه او دا ده دوهمه انګلیستان وګټله. دواړه ټیمونه دوې نورې مسابقې هم په مخکې لري.

په دوهمه مسابقه کې انګلیستان د پاکستان لپاره ۵۶۵ منډې هدف ټاکلی و خو د پاکستان د لوبډلې ټول لوبغاړي د ۲۳۴ منډو له کولو وروسته وسوځېدل.

په دوهم ایننګز کې د انګلیستان یوازې یو لوبغاړی وسوځېد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *