بنګله دېش هم د نړیوال ۲۰ اوریز جام په ۱۰ غوره لوبډلو کې شامل شو

تاند- په هند کې د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام سیالیو په دوام کې بنګله دېش نن /یکشنبه/ عمان ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه او د نړیوال جام بل پړاو ته یې لاره وموندله.

بنګله دېش، چې په اې ګروپ کې و، د افغانستان په شان، چې په بي ګروپ کې و، د نړیوال شل اوریز جام لسو غوره لوبډلو ته غوره شو.

بنګله دېش له پاکستان، هند، استرالیا او نیوزیلنډ سره په یوه ګروپ کې شامل شو.

د بنګله دېش او عمان مسابقه د پر له پسې باران له کبله ۱۲ اوورونو ته رالنډه شوه. بنګله دېش په ۱۲ اوورونو کې ۱۲۰ منډې هدف وټاکه، خو د عمان لوبغاړو په ۱۲ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۶۵ منډې جوړې کړای شوې.

د لوبې پچه عمان ګټلې وه خو غوره یې بللې وه چې لومړی بیټنګ بنګله دېش وکړي.

د بنګله دېش لپاره تر ټولو ښه لوبه تمیم اقبال وکړه. ده ۶۳ منډې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *