پاپوا نیو گیني او ایرلینډ کرکټ لوبډلو نړیوال جام ته لاره وکړه

د ۲۰۲۰ نړیوال شل اوریز جام ته د لار موندنې سیالې روانې دي، چې دغو سیالیو کې پاپوا نیو گیني او ایرلینډ خپلو گروپونو کې لومړی مقام خپلولو سره نړیوال شل اوریز جام ته لار وموند.

ایرلینډ د دغو سیالیو ۳۵مه لوبه کې د نایجریا لوبډلې ته ماتې ورکولو سره نړیوال جام ته لار وموند. ایرلینډ دغې لوبې کې نایجیریا ته د اتو وېکېټو او ۸۳ توپونو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په دې ډول د خپل گروپ لومړی مقام يي خپل کړ. پاپوا نیو گیني بیا د وانوا نیمه سلیزې په مرسته نړیوال جام ته لار وموند. پاپوا نیو گیني د کینیا په وړاندې لوبې کې په یوازې ۱۹ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړې وې خو د وانوا نیمه سلیزې په مرسته يي سیالې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه.

کینیا ځوابي توپ وهنې کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۷۳ منډې جوړې کړې او په دې ډول پاپوا نیو گیني د ۲۰۲۰ نړیوال شل اوریز جام ته لار وموند. د کرېکټ نړیوالې شورا قانون سره سم هغه لوبډلې چې خپلو گروپونو کې لومړی مقام خپل کړي، په مستقیمه توگه د شل اوریزو نړیوال جام ته لار پیدا کوي، او پاتې لوبډلې باید شل اوریز نړیوال جام ته لار موندنې لپاره منځلوبې او نیمه پایلوبې وگټي.

د ۲۰۲۰ نړیوال شل اوریز جام ته لار موندنې په موخه ۱۴ لوبډلې سره لوبه کوي، چې له دې ډلې څخه یوازې ۶ لوبډلې به نړیوال جام ته لار پیدا کوي. دغه سیالۍ د اکتوبر په ۱۸مه پیل شوې او د نومبر په ۲مه به پای ته ورسېږي. دغو سیالیو لپاره ټاکل شوې ۱۴ لوبډلې په اې او بي گروپونو وېشل شوي او لاندې هېوادونه په کې شامل دي:

گروپ اې: سکاټلینډ، نیدرلینډ، پاپوا نیو گیني، نمېبیا، سېنگاپور، کینیا او برمودا.

گروپ بي: متحده عربي امارات، ایرلینډ، عمان، هانگ کانگ، کاناډا، جرسي او نایجیریا.