د هېواد په نمیروز د کرکټ ځوانه هستي/دوهم راشد خان موندل شوی

عبدالولي عمري

له هلمند ور هاخوا نیمروز ولایت کې د فیصل ښایسته بهتریني توپ وهني او توپ اچونې ننداره کوونکي حیران کړي.

 د فیصل ښایسته لوبډلې د فیصل په ۱۱۰ منډو لوبه وګټله او پایلوبې ته یې لاره پیداکړه.

 په دې لوبه کې ځوانې هستۍ فیصل په توپوهنه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۱۰ منډې جوړې کړې، دغه راز د توپ اچونې په برخه کې بیا هم نوموړي خپل ډېر کار وکړ او سیاله لوبډله یې منډو جوړولو ته پرې نه ښوده، فیصل په توپ اچونه کې د سیالې لوبډلې دوې ویکټي ترلاسه کړې، او په دې سره یې د لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ هم ترلاسه کړه.

 فیصل لا ځوان دی، انرژي لري، باید د زون استازي ورته درناوی وکړي او د مخته تګ لپاره ورته زمینه برابره کړي او که خدای مکړه، د زون استازي همداسې چپ او خاموشه پاتې شي، نو دا هستۍ به ډیر ژر لمنځه ولاړي شي. د پاملرنې په هیله!