د دوهمه درجه سياليو څخه څلور لوبډلو لومړۍ درجې ته غوره شوې، نور هم شته
سمیع سیرت
د هلمند ولايت کرکټ آمريت لخوا د ديارلس لوبډلو په ګډون د دوهمې درجې سيالۍ ترسره شوې چې ورڅخه څلور لوبډلو لومړۍ درجې ته لار وموندله.
دغه سيالۍ چې د اکټوبر په يوويشتمه نېټه په ملت لوبغالي کې د ديارلس لوبډلو په ګډون په څلور ګروپونو کي پيل شوې وې چې ورڅخه باوري مطمئن النور اراکوزيا لوبډلو لومړۍ درجه سياليو ته لار وموندله.
له وړاندې لومړی درجه سياليو کي څلور لوبډلو شتون لري چې سباوون، روحاني، شهيد صالح محمد اڅګزی او شعيب خان کرکټ دي. د هلمند ولايت لومړې درجه کرکټ سيالۍ به د اته لوبډلو په ګډون راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.
کاردان پوهنتون د ويسټ انډیز په وړاندې شل اوريزه سياليو کي د افغان ملي لوبډلې د لباس مالي ملاتړ کوونکي حقوق او خان سټيل بيا د يوه ورځنيو لوبو د لباس مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړه.
دې ته ښه کار ويلای شو چې افغان شرکتونه را وړاندې شوي.