د كركټ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي سيالۍ جریان لري

د خوست او ننګرهار په كركټ لوبغالو كې له تېرو څو ورځو راهیسې د ۱۶ ولايتونو د كركټ لوبډلو ترمنځ د چلېنج کپ دوهمه درجه ولايتي لوبې پيل شوي دي.
د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، دا لوبې د مس عينک او سپين غر زونونو مسوولينو پرانيستې.
په خبرپاڼه كې راغلي، له درېيمه درجه ولايتي سياليو، چې د روانې فبروري مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې په ۱۳مه نېټه پاى ته ورسېدې، د ميدان ورګ، فراه، کوچيانو، بغلان، پکتيا، نورستان، فارياب، زابل، لوګر، بلخ، هرات، باميان، کندوز، هلمند، پروان او سمنګان ولايتونو لوبډلو دوهمه درجه ولايتي سياليو ته لار ومونده.
د سرچينې په خبره، د چلېنج كپ دوهمه درجه ولايتي لوبې به د راتلونكې مارچ مياشتې تر پنځمې نېټې دوام ولري.