د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبلړ پای ته ورسېد

 د ګوشتې ولسوالۍ په اړخي کلي کې افغانۍ زمونږ ملي هویت دی تر عنوان لاندې دولس اوریزې کرکټ سیالۍ چې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د وطن دوست لوبډلې په بري پای ته ورسېدې.

 د کرکټ دې لوبو کې د ننګرهار د بېلابېلو سیمو لوبډلو سربېره له کوزې پښتونخوا څخه هم لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې وطن دوست لوبډلې چمن کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او په جایزه کې یو عراده موټرسایکل وطندوست لوبډلې ته ورکړل شو.

 د لوبو امنیت او نندارې ته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه هم ورغلي وو.

یاده دې وي چې په دې وروستېو کې د کرکټ ډېری لوبلړونه د افغانستان له لویو ښارونو ور هاخوا په لرې پرتو سیمو کې ترسره کیږي.