د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د افغانېو د ترویج په موخه د کرکټ لوبلړ پېل شو

الفت الله محبزی

د ننگرهار د شینوارو پ سپین غر ولسوالۍ کې د افغانېو د ترویج، نشه یي توکو د مخنیوي او امن تر نامه لاندې د کرکټ سیالېو لوبلړ نن/جمعه/ د سلواغلې په اتلسمه پېل شو.

د کرکټ دا لوبلړ د بېلابېلو ولسوالېو لوبډلو لپاره پر لاره اچول شوی دی.

 اچین، سپین غر، غني خېل او کوټ هغه ولسوالۍ دي چې ۳۰ لوبډلې به یې په دې لوبلړ کې برخه واخلي.

د سیالۍ د لوبلړ د پرانېستې مراسمو کې د سپین غر ولسوالۍ امنیه قومندان، د سپین غر ولسوالۍ اړوند ځوانانو، د کرکټ لوبډلمشرانو او نورو امنیتي مسوولینو برخه لرله.

ددې لوبلړ لومړۍ سیالي نن/جمعه/ د چهل کزي بابا او شډل کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې شډل لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

داسیالئ به ۲ اوونۍ دوام وکړي.