د ننګرهار په شینوارو کې د کرکټ ستر لوبلړ پای ته ورسېد

د سیمې راپور
د شینوارو غني خیلو ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې لخوا چې دسولې اویووالي په ملاتړ د کرکت ټورنمېنټ په لاره اچول شوی وو، په دغه ټورنمیټ کی ۱۶ ټیمونو برخه اخیستې وه، چی پای لوبې ته یې دوه ټیمونو لاره پیدا کړه.
شینوارو اېلیون اوپښتون لوبډلو د جمعې په ورځ د دې دواړو ټيمونو ترمينځ پای لوبه وشوه چې په نتيجه کې یې پښتون لوبډلې پای لوبه وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړی جاوید احمدی، حیات الله یات، مراد صیب او ګڼ شمېر نوموتي اشخاص د یاد لوبلړ پایلوبې ته راغلي وو. د کرکټ مسوولین د یادو اشخاصو له راتګ مننه او خوښي څرګنده کړه.
دغه راز دوی د شینوارو غني خیلو ولسوالۍ له ټولو مشرانو اوځوانانو هم منندوی ول چې مېلمه پالنه یې وکړه او په نظم کې یې فعاله ونډه لرله، ددې تر څنګ دوی د امنیتي ځواکونو څخه مننه هم منندوی و، چې امنیت په برخه کې هلې ځلې کړي.
د پای لوبې په پای کې د افغان دولت او طالبانو له لورې د (الفتح او خالد) په نومونو دواړه عمليات وغندل شو او په تل پاتې سوله يې ټينګار وکړو.