وارنر سنجیده لوبیږي

لېکنه: م امین
د هند پۀ تجارتي لیګ کې، اسټرالوی وارنر تر نورو لوبغاړو بدله لوبه کوي. هغه تراوسه د ټاف سکورر پۀ سر کې دی، د سنرایزرز دا پیلیز لوبغاړي د خپل فطرت خلاف لوبې کرکټ سیالبین اندیښنه کې اچولي؛ ځکه ډېر ځل د هغه د ښې پاڼۍ کولو باوجود سنرایزرز ماتې خوړلي، ډیویډ وارنر د خپلو ملي لوبو او نورو لیګونو لپاره د یوه چټک او ذمه دار توپوهونکي پۀ نوم اخیستل او  پلورل کیږي.
خو اوس پوښتنه داده چې ولې هغه د نورو کلونو خلاف، لۀ بریدګر حالته دفاعي ته تللی؟
عموماً ځیرک لوبغاړي تر تجارتي لیګونو خپل ملي لوبو ته ژمن پاتې کیږي. روان ۲۰۱۹ کال اوـ ډي ـ آی جام ته څۀ د پاسه یوه میاشت پاتې ده، ځینې لوبغاړي د تمریناتو لپاره وربلل شوي او ځینې نور بیا په تجارتي تمریناتو بسنه کوي. وارنر هیله مند دی چې د دې لوبو د ټاف سکورر ټرافي ترلاسه کړي او هم راتلونکو اوـ ډي ـ ای لوبو ته پۀ ضمن کې توپوهنه تمرین کړي.

هغه خپلو مینه والو او ملت ته د بال ټیمپرینګ جرم لۀ کبله پۀ خپل فرفورمینس غواړي سترګو کې خاورې ورواچوي. زما پۀ فکر ډیویډ تر ټولو پلورل شویو لوبغاړو سنجیده لوبیږي، هغه د ټیم لپاره د یوۀ ذمه دار توپوهونکي، د کورنۍ لپاره ښه پیسه ګټونکی، د اسټرالیا لپاره ملي ویاړ او د دې لوبو د یو ټاف سکورر راج چلوي.