د اسټرالیا لوبډلمشر ایرون فېنچ له ماتو سره سره د وارنر او سمېت راتګ ته تمه نه لري

بهار سمسور

ډېوېډ وارنر او ایرون فېنچ څه کم یو کال له هغه بندیز کړیږي چې د جنوبي افریقا خلاف په ټېسټ لوبه کې د توپ خرابونې په قضیه کې د بېن کرافټ تر څنګه له نړیوال کریکټ محروم کړل شوي دي.

د اسټرالیاوۍ لوبډلې اوسنۍ مشر ایرون فېنچ په هندوستان کې رسنیو ته ویلي فکر نه کوي چې دغه دواړه لوبغاړي به په مارچ میاشت کې د پاکستان خلاف د یوه ورځینیو لوبو په هغه سیریز کې چې په اماراتو کې تر سره کیږي ولوبیږي.

په همدې میاشت کې د دواړو وارنر او سمېت بندیز هم پای ته رسیږي او دغه وخت به د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د یوه ورځينیو لوبو د سیریز درۍ لوبې تر سره شوي وي او څلورمه پنځمه لوبه به يې تر سره کیږي.

سمېت او وارنر تمرینات هم پیل کړي او تر څنګ يې د بنګلادېش په غوره لیګ کې هم ځينې لوبې تر سره کړې.