په هندوستان کې نوی یو اوریز کریکټ پیلیږي
بهار سمسور
د یو شمېر مشهورو لوبغاړو ویرینډر سهواګ، سریش رینا،برینډان مکلم،تلکرتني دلشن،هربجن سېنګ، محمد کېف، ځوان شبمېن ګېل او ځينو نورو لوبغاړو په شتون کې د یو اور (سوپر اور لیګ) پیلیږي.
د دغې لوبې قوانین د کریکټ پر ټولو وصولو مالامال دي، خو د سوپر اور په څېرهره لوبډله به دری لوبغاړي لري او همدا دری لوبغاړي به توپ وهنه او توپ نیونه کوي.
دغه ټورنمېنټ د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ تاریخ پیلیږي او د اپرېل تر ۲۱ نیټې به دوام وکړي.
چې د څلورو لوبډلو تر منځ به ۱۲ لوبې تر سره شي.
لومړۍ لوبه به د مارچ په ۱۵ تاریخ تر سره شي، او ورپسې به په ترتیب سره د یوه ورځینۍ دمې وروسته لوبې کیږي.
په دغه ټورنمېنټ کې څلور لوبډلې د دریو غښتلو لوبغاړو په شتون کې د یو بل خلاف لوبیږي.
دغه څلور واړه لوبډلې د بلو بلېسټر، یالوو سټرایکرز،بلاک تندرز،او اورېنج چارجرز په نومونو سره یادې شوې دي.
په:
Blue Blasters: Virender Sehwag, Shubman Gill, Mohammad Kaif
Yellow Strikers: Suresh Raina, Chris Lynn, Brendon McCullum
Black Thunders: Harbhajan Singh, Herschelle Gibbs, Tillakaratne Dilshan
Orange Chargers: VVS Laxman, Prithvi Shaw, Andre Russell
د دغه نوي شکل کریکټ ټورنمېنټ جالبوالی دا دی چې د لیګ لوبو وروسته به درۍ پلې اف او هم دری فاینل لوبې تر سره کیږي چې وروستۍ پای لوبې ته به هغه دوه لوبډلې لار پیدا کړي چې د نومرو په جدول کې يې لومړی او دوهم مقام تر لاسه کړی وي.