جنوبي افریقا سریلانکا په ګونډو کړه

راپور: عبدالولي عمري

د کرکټ په نړۍ کي د مخکښه لوبډلو څخه دوې لوبډلي یو د بل پروړاندي ولوبیدې، سویلي افریقا او سریلانکا هغه لوبډلي دي چي ډیر وخت د بهترینو توپ وهنونکو او توپ اچوونکو سره میدان ته کښته کیږي، دا ځل یو دبل پروړاندي د پنځوس اوریزو لوبو په جدول کي سره مخامخ سوې، په دې مامخ بریدونوکي سویلي افریقا د سریز ګټلو لپاره مخته ګام واخیست او سریلانکا لوبډله یې پر سخت فشار سربیره د ماتي سره مخ کړه.

دې لوبه کي دتوپ وهني پیل سریلانکا لوبډلي وکړ، خو پیلونکو لوبغاړو یې د صفر مرال سره خپلي ویکټي له لاسه ورکړې، او یواځي منځنیو لوبغاړو وکولای سوه چي هدف ټاکلو ته کش ورکړي، له دې وروسته په ۴۷تم اور کي سریلانکا نور له مخته تګ څخه پاته سوه او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه، خو سویلي افریقا ته یې د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا ته کوشال منډيس ۶۰ او د سریلانکا لپاره لوبو ته نوی ځوان اوشاډا ۴۹ منډي وکړې.
په توپ وهنه کي بیا سویلي افریقې چانس لاس ته راوړ ، دلته بیا افریقې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړه، او په ۳۹ شم اور کي یې ټاکلي هدف ته ځان ورسوی.

افریقې لوبډلي ته پیلونکی او ویکټ ساتونکي ډیکوک ۸۱ او خطرناکه لوبډلمشر فاف ډوپلیسیس ۱۱۲ ناسوځیدلي منډي وکړې او لمړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې خپلي لوبډلي ته په ۸ ویکټ وګټل.

د همدې لمړۍ پنځوس اوریزي لوبي غوره لوبغاړی فاف ډوپلیسیس وټاکل سو، ډوپلیسیس د خپلي لوبډلي لپاره په ۱۱۴ باله ۱۱۲ منډي وکړې دې لوبه کي یې ۱۵ څلوریزي او یوه شپږیزه یې ترسره کړه.

د یادوني وړ ده چي ددواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه د چهار شنبې په ورځ ۳:۳۰ بجي شروع کیږي