افغان کریکټ لوبغاړو د هلمندي ولس په منځ کې د کریکټ لوبه وکړه

راپور: خپلواک دریځ

د افغان کریکټ ملي لوبډلې څلور لوبغاړي چې هلمند ته یې تېره ورځ د کریکټ بورډ له مسؤلینو سره یوځای ددې ولایت د کریکټ د لوبغالي د خښتې د ایښودو په موخه سفر کړی، د د زرګونو هلمندي کریکټ مینه والو په شتون کې یې په کرزي سټډیوم کې د کریکټ یوه نمایشي لوبه وکړه.

د فوټبال لوبغالی خو پکې په زرهاوو د کریکټ مینه وال راغونډ شوي، د هلمند روان جګریز او غمیز حالت چې دا ولس یې له ډیرو کړاوونو سره مخ کړی، تېره ورځ ورته افغان کریکټ ستورو خوښي راوړې وه، افغان لوبغاړو لومړی په خپلو لاسونو د هلمندي ځوانانو لپاره د کریکټ د یو معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره کښېښوده.

OLYMPUS DIGITAL CAMERA
OLYMPUS DIGITAL CAMERA

له هغه وروسته ماسپښین مهال په ډلو ډلو د کریکټ مینه والو د کرزي سټډیوم په لور مخه کړه، ترڅو له یو اړخه خپل ملي اتلان وګوري او له بل اړخه د هغوی لوبه له نږدې ننداره کړي.

 هغسي یوه سیالۍ نده څرنګه چې به دې مینه والو د ټلویزیونو پر صفحو کتل کتل بلکې هم هغه د ملي لوبډلې لوبغاړي اضغرستانکزی، ګلبدین نایب، نوین الق او نوروز منګل له هلمند  والي، د کریکټ بورډ له غړو او یو شمېر هلمندي کریکټ لوبغاړو سره د ټینس توپ سیالۍ کوي.

د لوبې ننداره کوونکو په پوره شور او هیجان سره دغه لوبه ننداره او خپل ملي لوبغاړي د لاسونو په پړکا سره تشویق کړه ځکه همدا یوازیني لوبغاړي او کسان دي، چې د هغوی پر غمجنو څېرو یې د خوښۍ زریني پاشلې.

یوازي خوښي او مینه نه بلکې دا هغه لوبه ده، چې بې شمېره ځوانان له بدو کړنو او نشه یې توکو له کارونې ژغوري او د ټولنې نوی نسل و سالم لوري ته بیایي ځکه خو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت دې اړخ ته خپله پاملرنه زیاته کړې او د هلمند کریکټ د لوبغالي د جوړېدو مالي لګښت ته یې ټټر وهلی.

OLYMPUS DIGITAL CAMERA
OLYMPUS DIGITAL CAMERA

د یاد وزارت وزیره اغلې سلامت عظیمي وایي (د سپورټ برخه کې د بودیجې په لګولو غواړو چې ځوانان مو د نورو د اوږو بار نه بلکې ملي اتلان جوړ شي او د سپورټ له لارې خپل هیواد ته ویاړني او لاسته راوړنې راوړي).

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل چې په دغه سیالۍ کې یې له لوبغاړو سره یوځای ولوبېدی، تر څنګ یې یوځلي بیا یې د هلمندوالو سره د کریکټ اکاډمۍ د جوړولو او دې ولایت ته د خپلې پاملرنې د زیاتېدو ژمنې تازه کړې، هغه د هلمندي زلمیو د وړتیاوو ځانګړې ستاینه وکړه.

وروسته د ولسي جرګي غړي، د ولایتي شورا مخکیني رئیس، د ځوانانو د پارلمان مشر او د لوی کندهار د سرتاسري شورا مشر له راغلو میلمنو، لوبغاړو او په ځانګړي ډول د کریکټ بورډ له مسؤلینو مننه وکړه، ترڅنګ یې هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې ملي لوبډلو کې هلمندي ځوانان هم راښکاره.

دغه ډول یوه بله غوښته ددوی له کریکټ بورډ څخه داوه چې د کریکټ په برخه کې هلمند ولایت د نیمروز او فراه ولایتونو ترمنځ د مرکزي زون په توګه معرفي کړي.

کریکټ اوس د هر هلمندي ځوان او ماشوم د خوښې لوبه ده او ددې ولایت تر هرې سیمې رسېدلې خو د دې مسولینو ژمنې به وکتل شي چې تر کومه حده عملي کېدای شي او د کریکټ په برخه کې د هغوی لپاره اسانتیاوي برابرولی شي.

OLYMPUS DIGITAL CAMERA
By Dareez

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *