د اسټرالیا په ۲ پیاوړو لوبغاړو لګېدلی بندېز پای ته ورسېد او د پاکستان پر وړاندې به ولوبیږي

ــــ تاند

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ۲ پياوړي لوبغاړي چې په یاده لوبډله کې د ملا د تیر حېث لري، له يو کلن بندېز وروسته به د پاکستان خلاف ولوبیږي. دغه دوه لوبغاړي سټيو سمېت او ډېوېډ وارنر نومیږي او د اسټرالیا په لوبډله کې خورا مهم رول لوبوي.

د یادې لوبډلې پر پخواني لوبډلمشر سټيو سمېت او ډېوېډ وارنر لګېدلی بنديز پای ته رسېدلی او د پاکستان پر وړاندې به په ۵ پنځوس اوریزه سیالېو کې ولوبیږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له قوله: د اسټراليا پر وړاندې پنځه يو ورځنۍ لوبې د روان میلادي کال د مارچ له ۲۲ تر ۳۱ نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
یاده دې وي چې تېر کال د جنوبي افريقا په کېپ ټاون کې د ټېسټ لوبې پر مهال د توپ خرابولو يا بال ټېمپرېنګ له امله پر سټيو سمېت او ډېوېډ وارنر يو کلن بنديز لګول شوی و.
پاتې دې نه وي چې کرېکټ په نړيوالو قوانينو کې د توپ خرابولو هڅه سخته سزا لري چې له امله يې د دغه کار پر کوونکي هېشنی يا لنډمهاله بنديز او نورې سزاوې لګېدی شي.
سټيو سمېت او ډېوېډ وارنر د هندوستان په سږني سوداګریز غوره لیګ کې سيالېو کې هم لوبېږي. دغه سيالۍ د مارچ پر ۲۹ نېټه پلان ته وړاندې شوي چې پېل به شي او د مې تر ۱۹ نېټې پورې دوام وکړي.