د بېګ باش لیګ سیالۍ تر نیمايي ورسېدې
ــ تاند
د استرالیا په بېګ باش لیګ سیالېو کې درې پياوړي افغان لوبغاړي په بېلابېلو سیالېو کې ولوبېدل او ښې کارنامې یې په خپلو نومونو ثبت کړې. راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن ۳ هغه افغان لوبغاړي وو چې په یاد لیګ کې ډېر ښه وځلېدل.
د بېګ باش لیګ سیالیو کې میلبورن رینیګیډز، سیډني سکسرز، میلبورن سټارس او هوبرت هریکینز لوبډلو نیمه پای لوبو ته لار موندلې ده.
په دې لیګ کې لومړۍ نیمه پای لوبه به د هوبرت هریکینز او میلبورن سټارس لوبډلو ترمنځ د پنج شنبې په ورځ ترسره شي.
دویمه نیمه پای لوبه کې به میلبورن رینیګیډز لوبډله د سیډني سکسرز لوبډلې سره د جمعې په ورځ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یادو سیالیو پای لوبه د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.