سید ادریس وليزاده

د افغانستان ملي لوبډلې رو توپ اچونکی مجیب ځدران نن د پېرت سکارچرز لوبډلې درې توپ وهونکي د برسبین هیټ په ګټه وسوځول.

۱۷ کلن مجیب په څلورو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د بېګ باش په روانو سیالیو کې نن یوه لوبه د یادو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پېرت لوبډلې په لومړۍ وار توپ وهنه کې د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه، چې برسبین لوبډله په ۱۷،۳ اورونو کې هدف ته ورسیده او په شپږو ویکېټو یې لوبه وګټله.

د برسبین هیټ لوبډلمشر کریس لاین په ۳۹ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سبا ته بیا هم یوه لوبه د سیډني تندر او سیډني سکسرز ترمنځ ترسره کېږي.