بله ورځ او بله کار نامه؛ مجیب ځدراڼ یو ځل بیا نړیوال ګوته په غاښ کړل

عمران باران

د افغان لوبډلې سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمان چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شمېرل کیږي چې اوسمهال د اسټرالیا په بېګ باش تجارتي سیالېو کې نن په خپله دوهمه لوبه کې هم ښه ولوبېدو او نړېوال یې ځان ته ګوته په غاښ کړل.

مجیب ځدراڼ په نن په دوهمه سیالۍ کې په (۴) اورونو کې د (۲۳) منډو وکړو په ورکړې سره (۲) لوبغاړي له مخې پورته کړل.!

هېره دې نه وي چې مجیب الرحمان په خپلې لومړۍ لوبه کې په بېټنګ کې ښه ځلېدلی وو او (۲۷) منډې یې جوړې کړې وې چې خپله لوبډله یې تر یو ښه هدفه رسولې وه.