تاند

افغان ال رونډر لوبغاړي  محمد نبي چې د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبیدلی لوبغاړی دی، د تېرې شپې په سیالۍ کې یې د توپوهنې په برخه کې غور کار کرده ګي وکړهه او د ټولې لوبډلې ذمه واري یې په غاړه اخیستې وه. کله چې افغان لوبډلې توپ اچونه پېل او سیاله لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه میدان ته راښکته شوه، نو ګوګلي ماسټر راشد خان توپ اچونه کوله، چې په بونډرۍ کې محمد نبي ولاړ وو او یو سخت او نه اټکلیدونکی کیچ یې ترلاسه کړ.

راشد خان د لوبې اتلسم او خپل درېیم اور په لومړیو دریو بالونو درې پرلپسې وېکېټې اخیستلو سره د افغانستان بریا یقیني کړه. راشد خان خپل د دغه اور په لومړۍ بال د محمد نبي بې ساری ډگر ساتنې په مرسته جورج ډوکرېل، په دوهم بال د شفق الله شفق پیاوړې وېکېټ ساتنې په مرسته د کټېگېټ او په درېیم بال د سیمي سېنگ وېکېټې اخیستلو سره هټرېک وکړ.

د شلو اورونو بشپړېدو سره ایرلینډ خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کېون اوبراین غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۸ منډې جوړې کړې او د ۳۲ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د دغو دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ ټولې لوبې افغانستان وگټلې او د لوبو دغه لړۍ کې يي ایرلینډ ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه.