کرکټ د نوښتونو، عجايبو او په هر توپ بدليدونکې لوبه ده

ليکنه: مدثر دعوت

په یوه لوبه کي لوبډله د ۱۳۳ منډو هدف ته په خورا سختۍ ورسيدل او ويره داوه چې هسي نه په خپل کورني لوبغالي کې وبايلو، خو بله لوبه بيا د ريکارډونو سره مله وه او تر ۲۷۹ منډو پوري يې هدف رسوي.

په يوه ورځ کي موږ تر ماښامه د اصغر افغان توهين وکړ، ناکامه لوبډلمشر مو ياد کړ، په خپلوۍ او پلوۍ مو تورن کړ، خو د همدې ورځي په ماښام مو همدا لوبډلمشر بيرته اوږو ته پورته کړ، صفتونه مو يې پيل کړل او پرې ووياړيدو.

ستونزه په څه کي ده؟

ايا موږ په کرکټ نه پوهيږو که مو د کرکټ څخه ډيره هيله ده؟

ايا موږ په خپلو جذباتو کي افراط کوو که زموږ د احساساتو قدردانی نه کيږي؟

که په يوه ورځ يوه لوبډله د نړۍ قوي او زبردست ريکارډونه ماتولای سي ايا هغه لوبډله که خپل مديريت ته توجه وکړي نړيوال جام به د یو لوی وياړ سره خپل هيواد ته را نه وړي؟

که ټول هيواد پر کرکټ بورډ او د غوراوي پر کميټې نيوکې کوي خو بيا هم د کرکټ بورډ مشر د خپل ځان د دفاع په خاطر د خلکو احساس مداخله بولي، د غوراوي کميټې دفاع کوي او بورډ ټوله په خپل لاس کي راولي ایا دا ولس بيا هم د پوښتني حق نلري؟

په یوه لوبه کي لوبډلمشر مغرورانه پريکړه کوي او په پوره صلاحیت سره لوبه پيلوي خو په ۵ منډو ځي بل پسې راځي بیرته ځي، بل راځي ځي خو مستحق لوبغاړی ناهیلی د لوبي وروستیو شيبو ته انتظار باسي ايا پر همدې پريکړو د ولس نيوکې ددې لامل نه سوې چې په راتلونکې لوبه کي د ښه مدیریت پخاطر د ريکارډونو په ماتولو او جوړولو لوبه پایته ورسيدې؟

کله کله خو فکر راته وايي چې د کرکټ بورډ دا هيله ده چې خلک دي د کرکيټ لوبي ته يوازي ګوري، چې موږ څه کوو هغه سم دي، خو دوی دا هير کړی چې کرکټ ملي لوبه ده، د خلکو لوبه ده او خوا يې په بديږي.
اوس ولس په کرکټ پوهيږي، کرکټ يې مطالعه کړی او د ۱۰ کاله مخکي کرکټ ته چکچکي نه کوي، خو نوښت غواړي.

خلک ښه لوبه غواړي ګټل نه ،ولس ځوانان غواړي، ميراثيان نه او کرکټ هغه وخت جوړيږي چې هر لوبغاړی تر کلونو انتظار وروسته د وړتيا په اساس راځي نه د اعتبار.