فضل الله فضلي

د پاکستان کرکیټ غوره لیګ کي هم د پښتون ژغورني په ملاتړ ږغونه پورته سوي

دا لیګ چي څه موده مخکي په عربي متحده اماراتو کي پیل سو، ورسره سم ورغلو پښتنو تماشچیانو د پاکستان حکومت دهشتګر یاد کړ. د سږ کال په همدې غوره لیګ سیالېو کې د افغانستان او هندوستان هېواد له کرکټ څخه هېڅ یو لوبغاړی نه لوبیږي. یاد لیګ اوس په ابو ظبۍ کې روان دی او داسې ویل کیږي چې وروستۍ اته لوبې چې کوارټر فاینل او سیمي فاینل بلل کیږي، سره د پایلوبې به د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شي.

پاکستان په خپل ټول توان هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ تر خلکو ونه رسیږي او نور ملاتړي پیدا نه کړي.
خو د د دې غورځنګ پلویان ډېر په چټکی زیاتیږي. د پاکستان غوره لیګ کې دې نارو ټول لوبغالی په سرواخیست.