هند په کرکټ کې په پاکستان راج ژوندی وساته، یو ځل بیا یې پاکستان په ګونډو کړ

ــ تاند

پرون د نړیوال جام سیالېو په لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نه د نړیوال جام لوبه په ٨٩ منډو وګټله. د کرکټ دغه لوبه چې د اورښت له کبله یې اورونه راکم شوي و، د هند په گټه تمامه شوه.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لمړی توپوهنه وکړه، روهت شرما او ایل رلهول د لمړي وکټ په شراکت کې ١٣٦ منډې جوړې کړلی. دغه ډول هند پاکستان ته په ٥٠ اورونو کې د ٣٣٦ منډو هدف وټاکه.

د هند د توپوهنې پر مهال هم باران شروع شو، خو د شلو دقیقې د یوې لنډې وقفې وروسته بیا لوبه پیل شوه او دغه ډول هغوي ٣٣٦ منډې جوړې کړلې.

پاکستان د دغه منډو پوره کولو لپاره چې کله توپوهنه پیل کړه نو لمړی لوبغاړی یې ډیر ژر وسوځیده. د پاکستان لخوا فخر زمان او بابر اعظم ښه لوبه وکړه خو د بابر اعظم د سوځیدو نه وروسته هند ډیر ژر د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

دغه مهال بیا اورښت پیل شو او د اورښت د اصولو سره سم پاکستان ته په پنځو اورونو کې ١٢٦ منډې هدف وټاکل شو، چې لوبه یې بایلوده.

یاده دې وي چې دې سیالۍ په افغانستان دننه او بهر د پام وړ لیدونکي لرل.