د پاکستان کرکټ ملي لوبډله له لوی شرم وژغورل شوه

ــ تاند

د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنېو سیالېو په نړیوال جام کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې انګلستان ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه. که څه هم جیو روټ او بټلر د خپلې لوبډلې په ګټه سلیزې ترسره کړې؛ خو کومه ګټه یې ونکړه او لوبه یې پاکستانې لوبډلې ته وبایلله.

پاکستانې لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ویسټ انډيز ته په ستر توپیر لوبه بایللی وه او تر هغې وړاندې یې سر په سر لس لوبې بایللی وې، خو دا ځل یې د کوربه انګلستان په وړاندې د تمې خلاف لوبه ترسره کړه او وروسته له ۱۱ یو ورځنېو لوبو یې لومړۍ بریا خپله کړه. پاکستانۍ لوبډله په دې وروستېو کې د سخت فشار لاندې وه، ځکه یې سر په سر ماتې منلې، کرکټ بورډ ورته په ملي لوبډله کې تغیرات راوستل، خو بیا یې هم  ویسټ انډيز ته سیالي بایلوده، خو وړمه ورځ دا هر څه برعکس شول او هغې لوبډلې چې سرخوږی یې ورته جوړ کړی و، سترګه یې پرې سره کړه.

د انګلنډ سره په لوبه کې لومړې توپوهنه د پاکستان کرکټ لوبډلې ترسره کړه چې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل لوبډلې ته د ۳۴۹ منډو هدف وټاکه، توپ وهنه کې د پاکستان لپاره محمد حفیظ ۸۴، بابر اعظم ۶۳ او امام الحق بیا ۴۴ منډې ترسره کړې.

توپ اچوونه کې د انګلستان لپاره معین علي او اوکس درې درې او اوډ بیا دوه لوبغاړي وسوځول، وروسته د هدف د ترلاسه کولو لپاره د انګلستان کرکټ ملي لوبډله میدان ته راغله، که څه هم د لوبې پیل یې ډير ښه نه و او د پیل لومړې ویکټ یې ژر له لاسه ورکړه، خو د جیو روټ او بټلر تر سلیزو وروسته داسې ښکاریدل چې لوبه به وګټي، خو لوبه برعکس شوه، او د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله. جیوروټ د خپلې لوبډلې لپاره ۱۰۷ او بټلر بیا ۱۰۳ منډې ترسره کړي خو لوبه یې پاکستان ته پریښوده.

د پاکستان له لورې په توپ اچوونه کې وهاب ریاض ۳، محمد عامر او شاداب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبه یې وګټله.

یاده دې وي چې نن افغان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا خلاف لوبیږي، افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالي اسټرالیا ته بایلوده او نن به خپل بخت د سریلانکا خلاف معلوموي.