د سریلانکا انجیلیو میتویس ۳۲ کلن شو

ـــ تاند

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله رسمي پاڼه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې آل رونډر لوبغاړي انجیلو میتویس چې پوره نوم یې انجیلو ډاویس میتویس دی او په کال ۱۹۸۷ د جون په دوهمه زیږدلی، د خپل ژوند د یو بل څپرکي د پيلولو مبارکي ور کړې ده.

نوموړی چې په لوبډله کې د ال رونډر په حيث لوبیږي په ښي لاس بهترینه توپوهنه او همدا راز په ښي لاس توپ اچوونه هم کوي.

نوموړي په ۸۰ ټیسټ سیالېو کې برخه اخیستې او ټول ټال یې پکې ۵۵۵۴ منډې جوړې کړي دی.  دغه راز په همدې ټیسټ سیالېو کې یې د توپ اچوونې په برخه کې ۳۳ ویکټې هم اخیستي دي.

میتویس په ۲۰۵ یو ورځنېو سیالېو کې لوبیدلی، او ۵۳۸۱ منډې یې پکې جوړي کړي. په همدې فارمټ سیالېو کې یې بیا ۱۱۴ ویکټې هم اخیستي دي.

په شل اوریز فارمټ کې نوموړي د توپوهنې له اړخه هم یو تخنیکي توپوهونکی بلل کیږي، ځکه نوموړي په شل اوریز فارمټ سیالېو کی یې ۱۰۵۵ منډې جوړې کړي او دغه راز ۳۷ ویکټي یې هم اخیستي دي.

میتویس هغه لوبغاړی دی چې د نړۍ پیاوړي توپ اچوونکي ور ته په ډېر احتیاط توپ اچوونه کوي، ځکه نوموړی یو تخنیکي توپوهونکی دی او په هره سیالۍ کې یې د پام وړ اننګزونه یې لوبولي دي.