د هند پخوانی لوبغاړی کریس سریکانت نن ۵۹ کلن شو
تاند
د هندوستان پخوانی پیاوړی لوبغاړی کریس سریکانت نن جمعه چې د ډیسمبر میاشتې له ۲۱ مې نیټې سره سمون خوري، د خپل ژوند ۵۹ پسرلي پوره او نن یې د شپېتم پسرلي پېلولو لپاره د خپلې زیږدنې ورځې له شېبو خوند اخلي.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی اوپنر لوبغاړی په ۱۹۹۲ م کال د یو ورځنېو سیالېو له کرکټ څخه استعفا وړاندې کړه. کریس په نولسمه میلادي پېړۍ کې د ای سي سي په تر ټولو لوړ لرونکو منډو لوبغاړو لېست کې لومړی مقام خپل کړی وو او په کال ۱۹۸۳ کې یې ۴۰۹۱ منډې هغه وخت د پام وړ توپوهنه شمېرل کېده.
کریس له نن څخه پوره ۵۹ کاله وړاندې وزږېد، په ښي لاس توپوهنه او په ښي لاس اف بریک توپ اچونه هم کوله. نوموړي د خپل ټیسټ کرکټ په سیالېو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۴۳ ټيسټ سیالېو کې برخه اخیستې وه چې ۲۰۶۲ منډې یې پکې جوړې کړې وې.
د یو ورځنېو سیالېو په لړ کې بیا دغه لوبغاړي ۱۴۶ سیالۍ ولوبولې چې ۴۰۹۱ منډې یې پکې جوړې کړې وې.
د شل اوریز کرکټ په فارمټ کې بیا کریس کومه سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې.
په توپ اچونه کې نوموړي هم د پام وړ توپ اچونه کې ده، په ټیسټ سیالېو کې کومه ویکټ نه لري، خو په یو ورځنېو سیالېو کې یې بیا ۲۵ ویکټې اخیستې دي.