افغان لوبډ‌له مۍ میاشت کې دوه یو ورځنۍ سیالۍ د سکاټلیند خلاف ترسره کوي

د کرکټ دویمه درجه غړې هېواد سکاټلیند غواړي په راتلونکې ۲۰۱۹ کال مۍ میاشت کې د افغان ملې لوبډلې کوربتوب په غاړه واخلي او دوه یو ورځنۍ سیالۍ ورسره ترسره کړي. د کرکټ نړیوالې شورا په خپله ویبپاڼه خبر ورکړی دی چې افغان لوبډله به د سکاټلینډ په کوربتوب دوه یو ورځنۍ سیالۍ د راتلونکې نوي میلادي کال د مۍ په میاشت کې ترسره کړي. لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ به د مۍ په ۸مه او دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ به بیا د مۍ میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره کړي.

له دې دوه سیالېو وروسته به همدا دوه لوبډلې د همدې مۍ میاشتې په ۱۸مه او ۲۱ مه دوه نورې سیالۍ هم ترسره کړي. د یادولو وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالېو ته تر اوسه هېڅ سیالي نه ده ترسره کړې، خو په راتلونکې کې یې د سکاټلینډ د سیالېو څخه وړاندې د ایرلینډ لوبډلې سره چې په راتلونکې مارچ میاشت کې به ترسره شي، د یو شمېر لوبو خبر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالېو په لوبلړ کې افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنیډ پر وړاندې ولوبېدله، په یاد جام کې افغان لوبډلې د سکاټلینډ لوبډلې پرته نورې ټولې سیالۍ وبایلودې، خو سکاټلینډ ته یې پکې ماته ورکړه، هغه سیالۍ کې وروستۍ څلوریزه کیڼ لاسي توپ اچونکي شاپور ځدراڼ ووهله او سیالي يې په خپل نوم کړه. د افغان لوبډلې سکاټلینډ ته په دې ماتې سره د کرکټ نړیوالو مبصرینو او کرکټ پوهانو پام را واوښت، چې تېر کال یې دغه دواړه لوبډلې د بشپړ غړیتوب لېست ته داخلې کړې.