پاکستان ته بل هندوستان (انګلستان) ګوذار ورکړ، په کرکټ کې یې ملا ور ماته کړه

عبدالولي عمري

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د پنځه یورځنیو لوبو په لړۍ کې دوهمه لوبه انګلستان وګټله، دا لوبه چي د انګلستان په کور کي ترسره سوه، پکې انګلستانۍ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۲ منډو په توپیر ماته ورکړه. ددواړو هیوادونو ددې لړۍ لومړۍ لوبه بې پایلې اعلان سوې وه.

انګلستانۍ لوبډلې په خپلو اورونو کي ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د پاکستان لپاره یې د ۳۷۴ منډو هدف وټاکه.

د انګستان په ګټه بټلر ۱۱۰ ناسوځیدلې منډې، روی ۸۷، مورګن ۷۱ ناسوځیدلې، بیرسټو ۵۱ منډې وکړې، په دې سره انګلستاني توپوهونکو د پاکستاني توپ اچوونکو ملا ماتوونکي وګرځیدل، ځکه ورڅخه د انګلستان هرتوپوهونکي پوره کار واخیست.

په دوهم وار توپوهنه کي پاکستانۍ لوبډلې هڅه وکړه، خو بریا ته یې پښې رالنډې او لوبه یې انګستانۍ لوبډلي ته ورکړه.

پاکستان ته فخر زمان ۱۳۸، بابر اعظم او اصف علي ۵۱ – ۵۱ منډې جوړې کړې.

ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ جاسن بټلر ته ورکول سوه.
د یادوني ده چي ددې لړۍ دریمه لوبه د همدې میاشتي پر ۱۴ مه نېټه د انګلستان په کوربتوب ترسره کیږي.