شاهد افریدي: پاکستان او هندوستان باید د کرکټ دوه اړخیزه لوبلړ ترسره کړي

ولید خپلواک

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې افسانوي لوبغاړی شاهد افریدی وایي اوس ښه فرصت دی چې پاکستان او هند د کرکټ سیالۍ تر سره کړي. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خطرناک الروانډر او د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر ( شاهد افریدي) په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي:

((اوس د نړۍ باور په پاکستان زیات شوی، ټول هیوادونه خپل لوبغاړي د پي ایس ايل لپاره په لیوالتیا رالیږي، نو هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته ښه فرصت دی چې بغیر د دريم ګړي هیواد څخه پرته خپلې خرابې اړیکې سره جوړې کړي.

 هغه دا هم وویل: ((پاکستان او هندوستان باید په اسیا جام کې ګډون وکړي، دا لا معلومه نده چې دغه جام به په کوم هيواد کې ترسره کیږي، خو چې هر چيرته وي، باید هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلې پکې ګډون وکړي.))

 دا چې په سيپتمبر میاشت کې اسیا جام دی، نو پاکستان او هندوستان سره سیاسي اړیکې زیاتې لري نو پر دغي اساس د اسیا جام غړي د فبرورۍ په میاشت کې یوه غټه غونډه په پاکستان هيواد کې کوي.

 دا ځل پاکستان هيواد د اسیا جام کپ کوربتوپ په خپله غاړه لري. د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي چې دغه جام به په پاکستان کې ترسره کیږي او که هندۍ لوبډله دلوبو د راتګ څخه انکار وکړي، نو په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې به چې په ۲۰۲۱ م کال کې د هندوستان په کوربتوب ترسره کیږي پاکستان به پکې ګډون ونه کړي.

 د وروستېو ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس هند کرکټ بورډ نه غواړي چې لوبډله پاکستان ته د سیالیو لپاره واستوي.

 دا به د پاکستان کرکټ بورډ لپاره یو خوب وي چې هندوستان به پاکستان ته کوم رسمي سفر وکړي.

 د کرکټ مخکه الراونډر شاهد خان افریدی د دوه اړخیز سیریز یادونه هم کړې چې پاکستان او هندوستان دي سره ولوبیږي.