انګلنډ له جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبلړ وګاټه

انګلستان چې سویلي افریقا ته د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و، دغه سفر د فبروري په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې ماښام پای ته ورسېد او انګلستان پکې بری حاصل کړ.
انګلستان د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه سویلي افریقا ته د څلورو ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو کرکټ لوبو لپاره سفر کړی و، چې د ټېسټ لوبو لړۍ درې د یو پر وړاندې انګلستان وګټله، د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ یو د یو پر وړاندې مساوي، چې یوه لوبه پکې باران بې پایلې کړه او د شل اوریزو لوبو لړۍ د یکشنبې په ماښام انګلستان دوه د یو پر وړاندې وګټله.
درېیمه شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا د هنرېچ کلاسېن د ۶۶ منډو په مرسته د ۶ وېکټو په لوېدو سره ۲۲۲ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۲۲۳ منډې هدف ورکړ.
انګلستان دغه هدف د شلم اوور په لومړي توپ د جاس بټلر د ۵۷ منډو، د جاني بېرسټو د ۶۴ منډو او د لوبډلمشر ایئن مورګن د ۵۷ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او کوربه کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی ایئن مورګن او د ټولې لوبلړۍ د کار لوبغاړی هم ایئن مورګن اعلان شو.
هغه په شل اوریزه لوبلړۍ کې تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې یې په ۲۱ توپونو چټکه نیمه سلیزه هم پوره کړه.