د سي آی سي کمېټې درې نوماندان بریالي شول

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ بورډ په داخلي او دننه بورډ کې ځينې بدلونونه غواړي،  چې پرون یې رسماً درې غړي د سي ای سي یا د بورډ د مشروتې کمېټې لپاره وټاکل، چې پکې پخواني لوبغاړي شامل دي. د بي سي سي آی مشر سوراپ ګنګولي په تیر کې هم ویلي و  چې دوی غواړې ځینې بدلونونه رامنځته کړي، کوم کسان چې د سی ای سي کمېټې لپاره کاندیدان و، درې پکې بریالي شول چې د راتلونکي ډیسمبر میاشتې پورې ښځېنه او نارينه لوبډله د لوبې لپاره انتخاب کړي.

 په شاملو کسان کې یې (آر پي سینګ) هغه غړی دی چې ډېر کم کرکټ یې کړی، هغه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۴ ټیسټ ۵۸ یو ورځنۍ او ۱۰ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

 دوهم انتخاب کوونکی بیا هندې پخوانی لوبغاړی ( مدن لال ) دی. نوموړي د هندوستان لپاره ۳۹ ټیسټ ۶۷ پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي، دا هغه لوبغاړی و چې په ۱۹۸۳ م کال کې د نړېوال جام برخه وال و.

 درېم انتخاب کوونکی بیا ( نیک) دی، نوموړی د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲ ټیسټ ۴۶ پنځوس اوریزې او ۳۱ یې بیا شل اوریزې لوبې تر سره کړي دي.

 دغه کمېټه کې هغه کسان نيول کیږي چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې پخوا په کرکټ کې ډېرې کارنامې لرلې وي. دغه چوکۍ ته هندې چپ لاسي توپ وهونکی ګوتم ګمبیر هم کاندید و.  خو د دي پر اساس لری کړی شو چې هغه په پارلمان کې برحاله دنده ترسره کوي.