د پاکستان پښتون کرکټر شاهد افریدي د بنګله دېشي مشفق الرحیم بېټ ۲۰ زره ډالر را ونیوه

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون کرکټ الراونډر شاهد افریدي د بنګله دېشي توپ وهونکي مشفق الرحیم بېټ په شل زره ډالر واخېست او پېسې به یې د کرونا ویروس له امله په دې نازک حالت کې غریبو خلکو ته ورکړل شي.

مشفق الرحیم ویلي چې ده د فېسبوک له لارې لایف بولي پیل کړه او د بېټ پلورلو لپاره لاس په کار شو، چې شاهد افریدي ورسره خبرې وکړې او د مې په ۱۳ مه نېټه یې د بېټ د اخېستلو پرېکړه وکړه.

شاهد افریدي دغه بېټ په شل زره امریکایي ډالرو د خپل خېریه بنسټ له لارې واخېست او مشفق الرحیم وایي، چې پېسې به یې د براک بنګله دېش موسسې ته ورکړي ترڅو یې غریبو بنګله دېشي کورنیو ته په ښه ولګوي.  مشفق الرحیم خپله له شاهد افریدي مننه کړې ده.

د شاهد افریدي لخوا د بېټ په اخېستلو کې تمیم اقبال زیات تشویقي رول ولوباوه او شاهد افریدی یې دې ته چمتو کړ ترڅو بېټ واخلي.  مشفق الرحیم په ۲۰۱۳ م کال کې په ګلي لوبغالي کې د سریلانکا خلاف ټېسټ لوبه کې دوه سلیزې ووهلې او دغه بېټ یې د ریکارډي بېټ په توګه ځان سره ۷ کاله ساتلی و؛ خو بالاخره خپل ګران بېټ یې په شل زره ډالر د دې لپاره وپلوره چې پېسې یې غریبو خلکو ته ورکړي.