یوویسویچ: ۱۷ کلن وم چې د نړېوالو کلبونو پام را ووښت، اوس ډېر خوښ یم

محمود خان منندوی

د ډینامو زاګرب د اکاډمۍ لوبغاړی ایګور یوویسویچ چې ۱۲ کاله د دې کلب په کښته درجه لوبډلو کې و، په  ۱۷ کلنۍ کې په کال (۱۹۹۱) د ریال ماډریډ سره یو ځای شو. هغه چې په دې وروستېو کې د ډینامو زاګرب کلب روزونکی شوی دی، د ریال سره د یو ځای کېدو دغه داستان یي داسې بیان کړی دی:

زه ۱۷ کلن وم او کله چي د ۱۷ کلونو په یورو کې وځلېدم او دوهم مقام مو ترلاسه کړ، زه د لوبلړ غوره لوبغاړی اعلان شوم. په هغه وخت کې د څو کلبونو پام را وا ووښت. تر هغه مخکې ویسنټي ډیل بوسکي (د ریال د دوهمي لوبډلې د هغه وخت روزونکي) ماته ویلي و، چې ریال یې د رانیولو نیت لري.

د ۱۷ کلونو تر یورو کپ وروسته زه ویرونا ته د قرارداد لاسلیک کولو له پاره تللی وم او هلته مي فکر شو، چې راډومیر انټیچ (د ریال د هغه وخت روزونکی) هم دلته دی. د هغه مرستیال هم هلته و او ډېر ژر پوه شوم، چې ریال ماډریډ مې د رانیولو نیت لري.

 زه ډېر ځوان وم او د قرارداد په ګټو نه پوهېدم. زه رسمي لوبو ته د بنیټو فلوري او خورخي والډانو (د ریال روزونکي) له خوا بلل کېدم، خو رسمي لوبو ته بیا نه بلل کېدم.

وروسته مي دې ته پام شو، چې زما په قرارداد کې دا بند ذکر شوی دی، چې د ریال لومړۍ لوبډلې ته په رسېدو سره باید کلب او ډینامو ته لوړ مبلغ ورکړي او زما سره هم باید نوی قرارداد لالسلیک کړي.

یاده دې وي چې ایګور یوویسویچ د فوټبال له نړۍ نامتو لوبغاړی دی.