لیورپول د پادشاهۍ خوب ریښتیا کړ؛ د نړېوالو کلبونو اتلولي یې خپله کړه
محمود خان منندوی
لیورپول تېره شپه د نړېوالو کلبونو د جام په پایلوبه کې 1-0 فلامینګو ته ماته ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.
د لیورپول لپاره روبرټو فیرمینو په 99یمه دقیقه کې ګول ولګاوه.
دا لومړی ځل دی، چې لیورپول دغه معتبره نړېوال جام ترلاسه کړ.
منچسټر یونایټیډ او لیورپول دوه انګلیسي کلبونه دي، چې دغه جام یي ګټلی.
د لایپیزیګ حمله کوونکی لوبغاړی ټیمو ورنر د بونډسلسګا د نومبر میاشتي غوره لوبغاړی انتخاب شو.
د ارسنال لوبغاړي کالوم چمبرز د دې کلب لپاره پرون سلمه لوبه وکړه.
رسمي: د ایاکس کلب تائید کړه، چې د دې کلب دفاعي لوبغاړی ډيلي بلینډ د زړه د مریضۍ له امله جراحي عملیات کوي او یوه یا دوې میاشتي نه شي لوبیدلی.
بیلډ: د ارسنال مرکزي لوبغاړی ګرانیټ ژاکا په ژمنېو نقل او انتقالاتو کې د هیرټا برلین اصلي هدف دی.
رسمي: د یوروګوای د اټلاټیکو پنارول کلب، ډیګو فورلان خپل د نوي روزونکې په توګه وټاکه.