ارسین وینګر: لیورپول بې له ماتې فصل پرانېستلی شي

محمود خان منندوی

د لیورپول کلپ په دې فصل کې ډېري ښې پایلې ترلاسه کړي دي. دې کلب د خپل بریالي روزونکې یورګن کلوپ سره په 19 لوبو کې 18 بریاوې ترلاسه کړي دي او اوس د یوې لوبې په کموالي او د غوره لیګ په جدول کې د دوهم مقام لرونکې کلب سره د 13 نمرو په توپیر، لومړی ځای لري. دا موضوع د دې سبب شوې ده، چې دې فصل کې د لیورپول د اتلولۍ چانس ډېر کړي.

اوس د ارسنال پخوانی روزونکی ارسین وینګر په دې باوری دی، چې لیورپول د دې توانایي لري تر څو بې له ماتي اتلولي ترلاسه کړي. ارسنال په 2003/04 فصل کې د ارسین وینګر سره په دې بریالی سو، تر څو بېله ماتي د غوره لیګ اتلولي ترلاسه کړي او اوس لیورپول د دې ریکارډ د تکرار لپاره چانس لري. ارسین وینګر د لیورپول د اوسني حالت په اړه وویل: ((زه فکر کوم چې لیورپول باید د دې ترمخه د اتلولۍ د ترلاسه کولو ریکارډ خپل اصلي هدف وټاکې او احتمالاً دې ریکارډ ته رسیږي. لیورپول دې فصل کې ډېري ښې لوبې کړي دي او خپل ځان ته د نږدې لوبډلي سره ډېره فاصله لري.))

وینګر زیاته کړه:  (( که چیري هغوث د فصل په جریان کې مخته هم د بریاوو لړۍ ته ادامه ورکړي، نو دا به فوق العاده وي او کولای شي فصل بې له ماتي خلاص کړي. په ورته وخت کې دا ډېره سخته ده، چې داسي څه دي وشي، ځکه د هغوی روزونکی باید لوبډله د ماتې له فکر څخه لیرې وساتي.))

لیورپول په خپل تاریخ کې تر اوسه د انګلستان د غوره لیګ اتلولي نه ده ګټلې.