لوکاس سیلوا د ګرمېو کلب سره تر ۲۰۲۴ کاله لوبیږي، نور هم شته

محمود خان منندوی

د ریال ماډریډ پخوانی لوبغاړی لوکاس سیلوا د ګرمیو کلب سره تر 2024م کال پورې یو ځای شو. دا لوبغاړی په خپله خوښه له دې کلب سره یو ځای د نورو لوبغاړو سره اوږه پر اوږه سیالي کوي.

 د لیورپول پخواني دفاعي لوبغاړي مارټین اشکرټل د غوره لیګ په تېره لسیزه کې 7 ګولونه خپل پر لوبډله په غلطۍ سره لګولي وو، چې دې برخه کې ریکارډ لري.

رسمي: ماټیا پرین په قرضي قرارداد د 6 میاشتو لپاره د جېنوا سره یو ځای شو.

وین روني تېره شپه د ډاربۍ کانټي له پاره لومړۍ لوبه د بارنسلي پر وړاندې وکړه،

چې 2-1 یي وګټله او یو د ګول پاس یي هم وکړي.

د منچسټر یونایټیډ روزونکي سولشر تائید کړه، چې پوګبا به جراحي عملیات وکړي او تقریباً یوه میاشت نه شي لوبیدلی.

 د یوونټوس نوي مرکزي لوبغاړي کولوسفکي نن د دې کلب طبي معایناتو کې برخه واخیسته.