محمد اسماعیل ملکزی
نیوزلنډی مارټین ګوپیټل څلور کاله وړاندې په همدې ورځ په نړیوال جام کي ریکارډ جوړ کړ
مارټین ګوپیټل په ۲۰۱۵ نړیوال جام کې د ویسټ انډیز خلاف په سیالۍ کي په ۱۶۳ توپونو باندې ۲۳۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، چې په نړیوال جام کي هیڅ لوبغاړي په یوه پاڼۍ کي دومره منډي نه دي جوړي کړي.
خو د مارټین ګوپیټل وروسته ویسټنډیزی کریس ګیل هم څلور کاله وړاندې د زیمبابوې خلاف په ۱۴۷ توپونو باندې ۲۱۵ منډې جوړې کړي چې دوهم مقام ېي ځای لری.
مارټین ګوپیټل د نیوزلنډ هیواد د کرکټ په ملي لوبډله کې له ډېر پخوا راهیسې لوبیږي او په خپله لوپډله کې د لومړي توپوهونکې په حېث لوبیږي چې یاد هېواد ته یې ځانګړې کارنامې او د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

نوموړی د سپټمبر په ۳۰ مه په کال ۱۹۸۶ کې وزیږد چې اوسمهال ۳۲ کاله عمر لري. مارټين خپله وروستۍ یو وځنۍ سیالۍ د بنګله دیش خلاف د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېته او خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ یې د هندوستان خلاف په کال ۲۰۰۹م  د مارچ په ۱۸مه نېټه ترسره کړه.