د یو ورځنېو سیالېو په نړیوال جامونو کي کوم ریکارډونه د کومو لوبغاړو له لوري جوړسوي؟

اسماعیل ملکزی

لومړی: دپنځوس اوریز لوبو نړیوال جام په تاریخ کي یواځینی لوبغاړی چې له دوه زره پورته منډې لري،هغه هندوستانی سچین ټنډولکر ۲۲۷۸ منډې یې جوړې کړي دي.
په دوهم مقام کې اسټرالیاوی ریکی پوینټینګ قرار لري چې ۱۷۴۳ منډې یې جوړې کړي.
په دریم مقام کې سریلنکایې کومار سنګکارا قرار لري چې ۱۵۳۲ منډې یې جوړي کړي.

دوهم: تر دامهاله د نړیوال جام په تاریخ کي په یو سیالۍ کي ډیرې منډې جوړوونکي لوبغاړي نیوزلنډي مارټین ګپیټل دی چې په ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې ۲۳۷ منډې جوړې کړي، په دوهم مقام کي بیا کریس ګیل دی چې ۲۱۵ منډې یې جوړې کړي.

دریم: هندوستانی سچین ټنډولکر په ۲۰۰۲ کال نړیوال جام په تول ټورنمنټ کي ۶۷۳ منډې یې جوړې کړي، چې امکان یې شته چې دا ریکارډ روهیت شرما په خپل نوم ثبت کړي او ډیرې ویکټې اسټرالیاوی ګلین مک ګرات په ۲۰۰۰۶ نړیوال جام کي یې ۲۶ ویکټې اخیستي.

څلورم: دنړیوال جام په تاریخ کې په یوه سیالۍ کې تر ټولو ډیرې ویکټې اسټرالیاوی ګلین مک ګرات په ۲۰۰۰۲ کال نړیوال جام کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړي. همدا رنګه انډي بیچیل، ټایم سوتی او وینسټون ډاویس تر شلو ډیرې منډې ورکړي او  ۷-۷ ویکټې یې اخیستي دي.

پنځم: دپنځوس اوریزو لوبو نړیوال جامونو کې چې تر ټولو ډیرې ویکټې یې اخیستي، اسټرالیاوی ګلین مک ګرات د ۷۱ ویکټو په اخیستلو سره لومړی مقام (موټها مورالی تاران) په ۶۸ ویکټو کې دوهم او وسیم اکرم په ۵۵ ویکټو سره دریم مقام کي قرار لري.

ځیني ریکارډونه په لنډ ډول
د ډېرو نیمه سلیزو ریکارډ له سجین ټنډولکر سره دی چې ۱۵ نیمه سلیزې  یې وهلي.
د ډېرو شپږیږو ریکارډ د کریس ګیل سره دی چې ۴۹ شپږیږې یې وهلي
ډیرې سلیزې روهیت شرما او سچین ټنډولکر وهلي چې ۶-۶ سلیزي یې وهلي