د نړۍ د نامتو لامبوزن مارک سپېټز اتلولي

عطاء الرحمن هدایت

مارک سپېټز د نړۍ یو نامتو لامبو زن (لامبو وهونکی) وو. دی په تاریخ کې لومړنۍ لامبوزن وو چې په اولمپکس کې یې ۹ وار بریا ترلاسه کړې وه او همدارانګه دی لومړنی لامبوزن و چې یوځای یې ۷ د زرو مډالونه ترلاسه کړي وو. مارک سپېټز په کال ۱۹۷۲ کې د میونخ په اولمپکس ۷ د زرو مډالونو ترلاسه کولو سره ټوله نړۍ حیرانه کړه. له دغه تاریخي بریا وروسته هغه ډېر خوشحاله په سټیج ناست او د خبریالانو سوالونه یې ځوابول چې ناڅاپه یو خبریال ورته کړل (مارک! ټو ډی ازلکي فار یو) دا جمله نیغه د هغه زړه ته ښکته شوه.

مارک مخ راوګرځاوه او خبریال ته یې سټیج ته د راتلو اشاره وکړه. خبریال زړه نا زړه سټیج ته ورغی. مارک خبریال ته د ناستې اشاره وکړه او ډېر په مینه یې ورته ووئیل:

“زه په کال ۱۹۸۶ کې د میکسیکو په اولمپکس کې ګډونوال ووم. ما ډېره هڅه وکړه خو فقط د نېمايي دقیقي یعني د ۳۰ ثانیو په توپیر پاتې راغلم او لوبه مې بایلوده. ما هغه وخت له زان سره پرېکړه وکړه چې راتلونکی اولمپکس به هم ګټم او هم به تر ټولو زیات مډالونه ترلاسه کوم.” لږ ساعت چپ او بیا یې له خبریال پوښتن وکړه، “ته پوهېږې چې د هغه ۳۰ ثانیو کمی پوره کولو لپاره ما څومره کوښښ وکړ؟!” خبریال چپ پاتې شو. مارک سپېټز خپله د خپل سوال په ځواب کې داسې ووئیل:

“ما د ۳۰ ثانیو کمی پوره کولو لپاره څلور کلونو کې ۱۰ زره ساعتونه په اوبو کې تېر کړل، ما په دغه څلورو کلونو کې یوه ورځ هم رخصتي ونکړه. زه به د کرسمس په ورځ او هم د خپلې کلېزه په ورځ د اوبو په حوض کې ووم او د لامبه تمرین به مې کولو. په دې څلورو کلونو کې زما مور او پلار وفات شول، زما یو ورور ټکر وکړ، زما دوستانو زه پرېښودم، زما بانکي حسابونه بند شول، زما موټر او آن چې زما کور هم زما له لاسه ووته خو ما یوه ورځ هم رخصتي ونکړه! ته که دغه ۱۰ زره ساعتونه په څلورو تقسیم کړې نو دا د کال دوه نیم زره ساعتونه او د یوې ورځې ۸ ساعتونه کېږي. د دغومره وخت په اوبو کې تېرولو له امله زه په ایسډ ري فلکس ناروغۍ هم اخته شوم، زما په ټول بدن کې به درد وو او ما به هره ورځ فزیو تهراپي کوله. زه له دومره تکلیفاتو او تمریناتو وروسته د دې جوګه شوم چې د هغه ۳۰ ثانیو کمی پوره او بریا ترلاسه کړم خو ته راته وايي چې دا زما (لکي ډی) ده!؟ ما به هره ورځ ۸ ساعته تمرین کولو، که ته په ورځ کې ۱۰ ساعته تمرین وکړې نو زما پرځای به ته کامیاب او په دې سټیج به زما پرځای ته ناست یې!” هغه لږ وخت غلی او بیا یې دغه تاریخي جمله ووئیله:

“انسان چې څومره کوښښ او زحمت کاږي، هغه هغومره خوشبخته کېږي”

په نړۍ کې تقریبا هر کار خو خصوصا سپورټس یو داسې میدان دی په کوم کې چې بخت لږ او مهارت زیات په کار راځي. لوبه\سیالي د ارواپوهنې، کیمیا، فیزیک او ریاضۍ یو اعلی ترکیب وي او انسان هغه وخت پر دغه ترکیب برلاسې کېږي کله چې د تمرین انتها ته ورسېږي. بخت هم بیشکه چې په انسان مهربان وي، د الله تعالی له اجازت او ارادې پرته یوه پاڼه هم رپ نشي وهلای خو یو لوبغاړی هیڅکله یواځې په بخت ټول عمر بریا نشي ترلاسه کولای، او نه ستورې کیدالای شي. که تاسې باور نه کوۍ نو زه دلته د یو هندي لوبغاړي سجن ټنډولکر مثال وړاندې کوم.

سچن ټنډولکر ته د کرکټ (دیوتا) وئیل کېږي او دا به غلطه هم نه وي. هغه د کرکټ په تاریخ کې ۱۰۰ سلیزو پوره کولو سره لومړنی لوبغاړی دی. هغه د تاریخ لومړنی لوبغاړی دی، چې په ۶۶۴ نړیوالو مسابقو کې لوبیدلای دی او ۳۴ زره ۳ سوه او ۵۷ منډې یې جوړې کړي دي. هغه په یو ورځینیو نړیوالو مسابقو کې د ۱۰ زره منډو پوره کولو لومړنی لوبغاړی هم وو او هم په نړۍ کې تر ټولو زیات په سرعت سره د منډو جوړولو توپ وهونکی هم! تاسې د ټنډولکر اعتماد ته اوګورئ. یو استرلیايي توپ اچونکي (بریډ هوګ) په کال ۲۰۰۷، حیدرآباد کې ټنډولکر په یوه لوبه کې وسوځولو. دا د بریډ د ژوند ترټولو لویه لاسته راوړنه وه. هغه توپ راوخیست او د ټنډولکر خوا ته لاړ او په ډېره عاجزۍ یې ورڅخه خواست وکړ چې “سر! دا زما د ژوند تر ټولو ښه شیبه ده چې ما یو تکړه توپ وهونکی وسوځولو، تاسې لطفا ماته په دغه توپ خپل لاسلیک (اټوګراف) راکړئ.”

ټنډولکر توپ واخیست او په قلم یې پرې داسې ولیکل:

“ستا په ژوند کې به بیا داسې موقع هیڅ وخت رانشي.”

تاسې د ټنډولکر پرخپل زان باور ته اوګورئ! بریډ هوګ له دې وروسته ۲۱ کرته په کرکټ کې ټنډولکر سره مخامخ شو. بریډ هوګ د ټنډولکر د غرورو ماتولو او یو وار بیا په کرکټ کې د سوځولو په خاطر له پوره زوره کار واخیست خو بریالی نشو!

د ټنډولکر د بریا ترشا څه رازونه وو؟ دا ټیټ قدی توپ وهونکی چې په ظاهره ماشوم ښکاریده خو سره له دې هغه د تاریخ تر ټولو غوره توپ وهونکی او هم تر ټولو ډېر ټیسټ میچونه او د ډېرو منډو جوړونکی کرکټر وو. اخر د دې شخص سره داسې کوم فورمول او هنر وو؟ دغه ځواب خپله ټنډولکر په کال ۲۰۱۳ کې نړۍ ته ووئیلو. هغه ووئیل:

“زه په کال ۱۹۸۹ کې د ۱۶ کلنۍ په عمر کې نړیوال کرکټ ته راغلم او په ۲۰۱۳ کې د ۲۰۰ ټیسټ میچونو لوبولو وروسته مې کرکټ سره مخه ښه وکړه. زما د کرکټ ۲۴ کاله کېږي. په دغه ۲۴ کلنو کې یوه ورځ هم پر ما داسې نده تېره شوي چې زه به سهار ۶ بجي د تمرین لپاره میدان ته نه یم تللای او د ۵۰۰ توپونو تمرین به مې نه وي کړی! ما د خپل ۲۴ کلن کرکټ په دور کې موبائیل، آئینه او د خپلو دوستانو او خپلوانو مخونه وروسته لیدلي خو د ۵۰۰ توپونو تمرین مې لومړی کړی.”

مرکه کونکي ترې اوپوښتل “تاسې کله رخصتي نده کړې؟” ټنډولکر ځواب ورکړ “ما یوه ورځ هم رخصتي نده کړې”

بیا ترې پوښتن اوشوه “کرسمس، د کلیزې یا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت، دیوالي یا ستاسې د ژوند بله داسې کومه مهمه ورځ باندې هم تاسې له تمرین کولو رخصتي نده کړې؟”

ټنډولکر ځواب ورکړ”د خپل واده په ورځ او د واده په سبا هم زه سهار ۶ بجي د تمرین لپاره په لوبغالي کې ووم. ما په خپل ژوند د نړیوالو مسابقو پرته ۴۴ سوه زره توپونو تمرین کړی او همدا ۴۴ سوه زره توپونو تمرین وو چې خلک نن ورځ ما ته (ګاډ آف کرکټ) وايي!”

مرکه کونکي ترې اوپوښتل “په سیالیو کې به مو چې کله سلیزه یا دوه سلیزي منډې جوړې کړې نو له هغۍ وروسته به هم تاسې تمرین کولو؟”

ټنډولکر ځواب ورکړ “موږ پر ۲ د اپریل کال ۲۰۱۱ کې نړیوال جام په خپل نوم کړ. زه د نړیوال جام ګټلو پر سبا یعني په ۳ د اپریل هم سهار ۶ بجي تمرین لپاره تللی ووم او د ۵۰۰ توپونو تمرین کولو وروسته مې د خپل لومړي وزیر من موهن سنګ ټیلیفون ته ځواب ورکړ، کوم چې هغه ماته د نړیوال جام ګټلو مبارکۍ راکولو لپاره کړی وو!”

تاسې اوګورئ! دغه تمرین او منظم ډسپلن وو چې له یو ټیټ قدي هلک څخه یې اتل جوړ کړ او د کرکټ په تاریخ کې یې داسې ریکاډونه جوړ کړل چې لا تر اوسه نه چا مات کړي او شاید که په راتلونکي کې یې څوک مات کړای شي!

دا یواځې خوشبختي، د مور او پلار یا د قوم دعاګانې نه وې، بلکې د دغه شخص زحمتونه، کوښښونه، ډسپلن او مینه هم وه، کوم چې هغه د عزت او شهرت اوج ته ورساوه، کنه د کرکټ نړۍ ته ډېر لوبغاړي ځي او راځي، خو د ټینډولکر په څېر هیڅوک د کرکټ په تاریخ کې ثبت نه شو. سپورټس دغې ته وايي، لوبه او مسابقه کول دغې ته وئیلای شي!