د طوفان هريرود فوټبال لوبډلې

احمد مسعود

د طوفان هريرود فوټبال لوبډلې لپاره د انتخابي سيالېو پچه اچوونه تېره شنبه ترسره سوه چې په الف ګروپ کې د هرات A , هرات B, هرات C لوبډلې راغلي دي. په ب ګروپ کې فراه، غور، او بادغيس فوټبال لوبډلې سره يوځای سوي دي، ددې سياليو په لومړۍ ورځ تېره يکشنبه د هرات B لوبډله د هرات C لوبډلې سره لوبه ترسره کړه چې لوبه د هرات C فوټبال 1-2 له هرات B فوټبال لوبډلې څخه وګټله چې په همدې ورځ دوهمه لوبه د فراه فوټبال لوبډلې او بادغيس فوټبال لوبډلې ترمنځ 1-1 مساوی پای ته ورسیده.

 پرون دوشنبه ددې سيالېو په دوام فراه له غور څخه لوبه 1-8 وګټله او په همدې ورځ دوهمه لوبه د هراتA فوټبال لوبډلې او هرات C فوټبال لوبډلې ترمنځ ترسره سوه چې لوبه 2-2 مساوي پای ته ورسیده.

 نن سه شنبه ددې سياليو په لړ کي هرات A لوبډله د هرات B لوبډلې سره او بادغيس د غور سره لوبه ترسره کوي.