د اسيا فوټبال جام فاینل سيالۍ
احمد مسعود
سبا ماښام پر 6:30 دقيقي د آسيا فوټبال جام فائنل لوبه د جاپان او قطر فوټبال ملي ټیم ترمنځ ترسره کيږي.
تر دې مخکې د جاپان فوټبال ملي ټیم او د قطر فوټبال ملي ټیم ترمنځ دوئ وروستی لوبي سوي دي چې يوه لوبه يې 1-1 مساوي سوي ده او دوهمه لوبه جاپان 2-3 ګټلې وه.
جاپان فوټبال ملي ټیم د آسيا فوټبال جام اتلولي څلور ځلې ګټلې ده، چې د آسيا فوټبال جام په تاريخ کې بل يوه ټيم هم نه ده ګټلې.جاپان فوټبال ملي ټیم په سيمې فائنل پړاؤ کې د ايران فوټبال ملي ټیم ته ماتې ورکړې وه.
د قطر فوټبال ملي ټیم بيا د لومړي ځل لپاره د آسيا فوټبال جام و فائنل پړاؤ ته ځان رسولی دي.قطر د سږکال په سيمې فائنل لوبه کې کوربه امارات فوټبال ملي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د ياد جام فائنل پړاؤ ته ورسېدله.
د آسيا په فوټبال جام فائنل لوبه کې چې د جاپان او قطر ترمنځ ترسره کيږي د لوبي لوبڅارد ازبکستان هيواد څخه ( ريفشان إيماروف ) ټآکل سوی.دريفشان إيماروف دا دوهم ځل دي چي د آسيا فوټبال جام د فائنل لوبي لوبڅاري کوي. تر دې مخکې يې په 2011م
کال کې د آسيا فوټبال جام د فاینل پړاؤ د لوبي لوبڅاري کړي وه.
د جاپان فوټبال ملي ټیم او د قطر فوټبال ملي ټیم ترمنځ د 2019م کال آسيا فوټبال جام وروستی( فائنل لوبه ) د عربي امارات په شيخ محمد بن ذاهد فوټبال لوبغالي کې ترسره کيږي چې ياد لوبغالي په 1980 کال جوړ سوي او د 42500 کسان د ګونجايش يا ځايولو ظرفيت لري.