د هندوستان په کوربتوب بنګلور کې روان روزنیز کمپ کې لومړۍ تمریني سیالۍ وکړه چی په کې افغان لوبغاړو په ۲ بیلا بیلو لوبډلو کې سیالۍ وکړه.
په لوبه کی ګرین لوبدلې په لومړي وار کولو سره ۱۹۸ منډی جوړی کړی چی ریډ لوبډلې دغه هدف په ۴۵م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.
په لوبه کې جاوید احمدي سلیزه جوړه کړه او د همدی ریډ لوبډلې په ګټه کریم جنت د ۲ ویکټو ترڅنګ ۴۴ منډی هم جوړی کړی.