لیکنه:عزت الله الفت

د اسټرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې شپږمه لوبه د محمدنبي او راشد خان لوبډلې ترمنځ ترسره شوه د محمدنبي لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د بالینګ فیصله وکړه راشد خان لوبډلې ورته په پوره شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره 175 منډې هدف کیښود ورپسي د محمدنبي لوبډلې لوبه پیل کړه چې د لوبې وروستي اور په لومړي بال محمدنبي ښایسته څلوریزه ووهله او لوبه یې په خپل نوم کړه

په دغه لوبه کې دواړه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشد خان تر بل هر چا ښه وځلیدل محمدنبي د بالینګ په برخه کې په دریو اورونو کې یواځې 21 منډې ورکړې او د انګرام ویکټ یې ترلاسه کړه او د بیټینګ په برخه کې یې په 30 بالونو 48 ناټ اوټ منډې جوړی کړې

راشد خان ته بیا د بیټینګ نوبت ونه رسیدو خو په بالېنګ کې یې خپله جادو ښکاره کړه چې په څلورو اورونو کې یې یواځې 13 منډې ورکړې او دوه ویکټې یې ترلاسه کړې